ads

په خوست کې د مرمۍ لګېدو په پېښه کې څلور ماشومان وژل شوي

پرون مازديګر شاوخوا څلور بجې د خوست د شمل دوه منده ولسوالۍ اړوند په ايوتي کلي کې پر یوه کور د وسله والو له لوري د بي ام یو توغول شوې مرمۍ ولګېده، چې په پایله کې نهه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

بختاجان بختیار
7 چنګاښ 1399
په خوست کې د مرمۍ لګېدو په پېښه کې څلور ماشومان وژل شوي

د خوست د والي وياند طالب منګل کليد ته وويل، په دې پېښه کې د يوې کورنۍ څلور ماشومان وژل شوي او د یوې مېرمنې او سړي په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي.
د منګل په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او اوس تر درملنه لاندې دي.
د منګل په خبره، سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او د‌ پېښې عاملينو نيولو هڅې يې پيل کړې دي.
تردې دمه په دې هکله کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA