ads

عام خلک: طالبان د ترینکوټ ښار د نیولو پلان لري

د افغانستان د ملي امنيت پخواني ریيس رحمت الله نبيل څو ورځې وړاندې پر خپل فيس بوک پاڼه ليکلي، داسي معلومات ورته رسېدلي، چې بهرنۍ او کورنۍ وسله والې ډلي غواړي د ډيورن د کرښې له هغې غاړي څخه د زابل او پکتيکا له لاري راشي او غزنی ښار سقوط کړي.

احسان الله ولسمل
7 چنګاښ 1399
عام خلک: طالبان د ترینکوټ ښار د نیولو پلان لري
تازه په ارزګان کې د وسله والو طالبانو د بريدونو احتمال زيات شوی دی.
د ارزګان مرکز ترينکوټ د زاو، چنارک، ګوګرک او شاخوا سيمو اوسېدونکي وايي، وسله والو طالبانو ورته خبرداری ورکړی، چې له سيمو څخه خپلې کډې وباسي، څو دوی د ترينکوټ پر ښار بريد وکړي او ښار ته سقوط ورکړي.
دغه خلک زياتوي، له هغه وخت چې وسله والو طالبانو ورته ويلي چې له سيمو د بريدونو لپاره دې کورونه خالې کړي، دوی هم اړ شوي چې له سيمو ګډي وکړي او بل لوري ته ولاړ شي.
يادې کورنۍ وايي، تردامهاله په زيات شمېر کورنۍ له خپلو سيمو وتلې او يو شمېر کلي خالې شوي دي.
«موږ ته طالبان د شپي راغلل او خبر يې راکړ چې تاسو له دغو سيمو ولاړ شئ او کورنۍ مو هم له دغه ځایه وباسئ. موږ پر حکومتي پلوه سرتيرو بريدونه کوو اوس موږ اړ شوو چې له خپلو مېنو کډه شو.»
په ورته مهال مدني فعالان هم دغه ډول حالت د اندېښني وړ يادوي او زياته وي، که حکومت مخکې له مخکې د ارزګان امنيتي حالت ته پاملرنه ونه کړي؛ ممکن يو ځل بیا وسله وال طالبان د ترينکوټ ښار تر دروازو راشي او د ترينکوټ ښار سقوط کړي.
دوه تنه مدني فعالان غلام نبي شجاع او احمد جاوېد خپلواک وايي، که داځل د جګړې له امله عامو خلکو ته زيان واوښت او مخکې له مخکې افغان ځواکونو د طالبانو پلانونه شنډ نه کړل، عام خلک به پر حکومت باور له لاسه ورکړي.
«تاسي وګورئ! تالاني ښار ته ډير نېږدي دي. له تالاني څخه لا خلکو ګډي وړي دي، دوی وېرېږي چې طالبانو تبليغات پیل کړي، خلک له خپلو سيمو څخه وځي. موږ په اندېښنه کې يو، که حکومت داسې لاس تر زني ناست وي، داځل به د ترينکوټ ښار سقوط کوي.»
موږ ته هم معلومات رسيدلي دي چې طالبان د بريدونو پلانونه لري او غواړي ښار ته سقوط ورکړي.»
دغه اندېښنې مو د ارزګان له امنيه قوماندان شفيق الله سهار سره شريکې کړې.
هغه دغه ډول ادعاوې د وسله والو طالبانو تبلغات ووبل او زياته یې کړه چې د ښار وضيعت د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې دی او د پخوا په پرتله امنيت ښه شوي.
نوموړی ډاډ ورکوي، په هېڅ ډول به طالبان د بريدونو ترسره کېدو ته پرې نه ښودل شي.
«په دې ورستيو کې چې څه ډول خبري تاسو اورئ، دا هسې د طالبانو تبلغات دي. غواړي ويره خپره کړي. زموږ امنيتي ځواکونه پوره چمتوالي لري او امنيت د پخوا په پرتله ښه شوي دي»
دا په داسي حال کې ده چې څه باندي څلور کاله مخکي هم يو ځل وسله وال طالبان د ترينکوټ ښار تر څنډو راورسېدل اود ښار د سقوط پلان يې درلود.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA