ads

په امریکا کې د کورونا ویروس د قربانیانو شمېر تر ۱۲۴ زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر دې دمه دوه میلیونه، ۴۲۱ زره او ۱۳۴ کسان پر کورونا اخته شوي او تر ۱۲۴ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

محمدخان بریال
6 چنګاښ 1399
په امریکا کې د کورونا ویروس د قربانیانو شمېر تر ۱۲۴ زره واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نهه نیم میلیونه ته رسېدلی او ۴۸۸ زره او ۸۲۴ تنه تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۴ زره او ۶۷۸ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۵۴ زره او ۹۷۱، په بریټانیا کې ۴۳ زره ۶۷۸، په هسپانیا کې ۲۸ زره ۳۳۰، په فرانسه کې ۲۹ زره او ۷۵۵، په بلجیم کې ۹۷۲۶، په جرمني کې ۸۹۴۰، په ایران کې ۱۰ زره او ۱۳۰ او په پاکستان کې ۳۹۰۳ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA