ads

ولسي جرګې میدان وردګ ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ د شخړې حل لپاره پلاوی ټاکلی

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازي غلام حسین ناصري وروستیو جنګسالارانه اقداماتو د دغې جرګې د اکثریت غړو کلکه غوسه راپارولې او دغسې اقدامات یې له قانون څخه څرګند سرغړاوی وباله. دغې جرګې همداراز د په میدان وردګو ولایت کې د کوچیانو او هزاره ګانو د شخړې حل له‌پاره یوه پلاوی هم وګماره.

فضل الهادي حمیدي
5 چنګاښ 1399
ولسي جرګې میدان وردګ ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ د شخړې حل لپاره پلاوی ټاکلی

په داسې حال کې چې په ټولنیزو رسنیو کې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي غلام حسین ناصري تصویرونه خپاره شوي چې نوموړی وسله په لاس په سنګر کې له کوچیانو سره د جګړې په حالت کې ښیي، د ناصري دغه کار د ولسي جرګې د یو شمېر نورو غړو د توند غبرګون لامل شو.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، چې غلام حسین ناصري د کورني امنیت خلاف چلند کړی او باید محاکمه شي.

د دغه جرګې غړې فرزانه کوچۍ وایي، په اوسنیو حساسو شرایطو کې باید چاته اجازه ورنه کړل شي چې د جګړې لپاره نور لاملونه او انګېزې رامنځته کړي.

کوچۍ په ورته وخت کې زیاتوي چې د وکیلانو کړنې هم باید وڅارل شي او که د قانون خلاف چلند کوي نو باید تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شي:« ناصري صاحب د کورني ثبات عمل کړی، نظام یې په خپل لاس کې اخیستی او باید د وکیلانو کړنې هم وڅارل شي او که د قانون خلاف چلند کوي، باید تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شي.»

په ورته وخت کې د ولسي جرګې بل غړی خان محمد وردګ وایي، چې باید په میدان وردګو ولایت کې د کوچیانو او هزاره ګانو د ستونزو د حل لپاره یو باصلاحیته او بې طرفه پلاوی وټاکل شي، ترڅو په دې اړه څېړنې وکړي او هر لوری چې ظلم کوي باید قانوني چلند ورسره وشي:« یو بې طرفه او باصلاحیته پلاوی و ټاکل شي، وضعیت له نېږدې وڅیړي، هر لوری چې ظلم کوي هغه عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شي، ترڅو په راتلونکې کې څوک د بل قوم او سمت په خلاف عمل ونه کړي.»

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رییس میررحمن رحماني وایي، دغه شخړه باید له قانوني لارو حل شي او نوموړي په همدې موخه یو پنځه کسیز پلاوی هم وګماره.

د ولسي جرګې ريیس زیاتوي:« په مرکز او ولایتونو کې چې هره ستونزه وي نو ولسي جرګه د وکیلانو په خدمت کې ده او ناصري صاحب هم باید له قانوني لارو دغه شخړه حل کړي، د یادې شخړې د حل لپاره یو پنځه کسیز پلاوي ته د څیړنو او تالار ته د راپور ورکولو دنده سپارو.»

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د څړځایونو پر سر د کوچیانو او هزاره ګانو شخړه روانه ده او دواړو لورو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA