د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، نن سهار د سره رود ولسوالۍ د شیخ مصري په سیاه سنګ سیمه کې ناپېژانده کسانو د شرف الدین په نامه د یو کس کور ته لاسي بم غورځولی چې له کبله یې یوه شل کلنه نجلۍ وژل شوې ده.
نوموړی وایي، د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي؛ خو پولیس یې د عاملینو د نیولو هڅه کوي.
تراوسه د یادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

