اروپا د سولې انسټیوټ د سې شنبې ورځ د افغان سولې راتلونکو هڅو په هدف د ویډیو کنفرانس زمینه برابره کړې وه، چې د برتانیې، جرمني، ناروې، هالنډ او فنلنډ ځانګړو استازو او هم ددغه انسیتیوت رییس په کې برخه اخیستی وه.
په دغه کنفرانس کې د مصالحې عالي شورا مشر وویل، د سولې راتګ لپاره یوه مناسب فرصت رامنځته شوی او طالبان باید د تاوتریخوالي په کمولو سره ددغه بهیر د بریالیتوب لپاره مهم اقدامات ترسره کړي.
عبدالله وویل چې اوس د افغان سولې لپاره په کور دننه یوه ښه اجماع رامنځته شوې ده، سیمه او نړۍ هم د افغانانو د سولې له هڅو ملاتړ کوي.
په ورته مهال د ملي مصالحې د عالي شورا په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې په دغه کنفرانس کې ټولو حاضرو استازو د افغان سولې له روانو هڅو ملاتړ څرګند کړ.
جمهور رییس غني او پامپیو د بین الافغاني خبرو پر پیلېدو وغږېدل
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

