ads

هند د پاکستان سفارت پر مامورینو د جاسوسۍ تور لګولی

د راپورونو له مخې هندي چارواکو د پاکستان سفارت نیمايي کارکوونکو ته خبر ورکړی، چې خپل هېواد ته ستانه شي پاکستان هم ورته عمل تابیه ښودلې ده.

شمس الرحمن شمس
4 چنګاښ 1399
هند د پاکستان سفارت پر مامورینو د جاسوسۍ تور لګولی

هندي چارواکو پر دې پاکستاني دیپلوماتانو د جاسوسۍ تور پورې کړی او ادعا کوي چې له ترهګرو سره اړیکي پالي.

بلور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه ادعاوې بې‌اساسه بللي او په یوې اعلامیه کې ویلي په نوې ډېلي کې د پاکستان ډیپلوماتیک مأمورین تل د نړیوالو قوانینو او ډپیلوماتیکو اصولو په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د همدې موضوع په اړه اسلام اباد د هند شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې ویلي چې دوی هم پرېکړه کړې چې په اسلام اباد کې د هند ډیپلوماتان له سلو څخه تر پځوسو راکم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د هند حکومت اعلان کړی و چې په اسالام کې خپل کارکوونکي تر ۵۰ پورې راکموي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA