ads

د ولسي جرګې د چهارشنبې ناسته د فزیکي شخړې له کبله بې نتیجې پای ته ورسېده

په ولسي جرګه کې د دغه جرګې د غړو ترمنځ فزیکي شخړې د دې لامل شوې چې په رسنیو د جرګې د ناستې نشرات بند شي او د جرګې ناسته بې پایلې پای ته ورسیږي.

فضل الهادي حمیدي
4 چنګاښ 1399
د ولسي جرګې د چهارشنبې ناسته د فزیکي شخړې له کبله بې نتیجې پای ته ورسېده

ولسي جرګې د چارشنبې په ورځ په وزارتونو او نورو خپلواکو ادارو کې د سرپرستۍ په پای ته رسولو او دغه جرګې ته د رایې اخیستو لپاره د وزیرانو په ورپېژندلو بحث درلود، ترڅو په دې اړه وروستی تصمیم ونیسي خو د ولسي جرګې د یو شمېر وکیلانو ترمنځ د فزیکي شخړو له کبله دغه بحث بې پایلې پای ته ورسېد.

په ولسي جرګه کې د چارشنبې په ورځ دوه ځله د وکیلانو ترمنځ فزیکي شخړه وشوه خو د شخړې پرمهال به په رسنیو د غونډې نشرات بند شول او شخړې به د تړلو دروازو ترشا وشوې.

خو د یادې جرګې غړی عبدالرووف انعامي وایي چې د جرګې غونډې څو تنو برمته نیولې او د جرګې اداري پلاوی هم د ناستو په مدیریت کې پاتې راغلی دی:« یو دوه تنه هره ورځ دغه غونډې ګروګان نیسي او د جرګې رییس او اداري پلاوی هم د ناستو په مدیریت کې پاتې راغلی چې دغه کار په جرګه د خلکو باور ورځ تربلې صفر ته نیږدې کوي.»

په ورته وخت کې د ولسي جرګې بل غړی عرفان الله عرفان وایي، ځینې وکیلان په جرګه کې د خبرو له فرصت او په ټوله کې له وکالت څخه ناوړه ګټه پورته کوي او غواړي چې ځان د خپلو موکلینو لپاره اتل معرفي کړي:« له بده مرغه ځینې وخت کم شمیر کسان چې په خپل منځ کې ستونزې لري له دغه فرصت څخه ناوړه ګټه اخلي او له یو بل سره شخړه کوي چې په دې سره غواړي ځان خپلو پلویانو ته اتل معرفي کړي خو دا هم په جرګه د خلکو باور او هم د جرګې په رسمي چارو ناوړه اغېزه کوي.»

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې بحث په دولتي ادارو کې د سرپرستۍ فرهنګ په پای ته رسولو و، د دغه جرګې غړی واقف حکیمي وایي، باید له حکومت څخه په جدي توګه غوښتنه وشي چې د سرپرستۍ د قانون په ګډون د ملي شورا ټولې مصوبې عملي کړي:«باید د جرګې د رییس په لاسلیک حکومت ته یو مکتوب ولیږل شي ترڅو د سرپرستۍ د قانون په ګډون د ملي شورا ټولې مصوبې عملي کړي.»

خو د دغه جرګې بل غړی اسدالله خالد وایي، حکومت په ډېرو مواردو کې قانون ترپښو لاندې کوي او باید مخه یې ونیول شي:«موږ قانون لرو او بلې مصوبې ته اړتیا نه شته خو موږ باید داسې ګامونه واخلو چې د حکومت له خوا د قانون ترپښو لاندې کولو مخه ونیسو.»

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال نیږدې د ټولو وزارتونو او خپلواکو ادارو مسوولین سرپرست دي، که څه هم د یو شمېر وزارتونو او ادارو لپاره نوماند وزیران معرفي شوي خو لایې هم له ولسي جرګې څخه د باور رایه نه ده ترلاسه کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA