د ازادو رسنيو د ملاتړ بنسټ یا نی اجرائيوي رییس مجیبالرحمن خلوتګر وايي، د رسنیو پر وړاندې د حکومتي چارواکو وروستۍ موقفنیونې د دې ښکارندويي کوي چې دوی د فساد پر وړاندې د مبارزې او څېړنيزو راپورونو ملاتړ نهکوي.
دی زياتوي چې دا ډول غیر مسوولانه موضعنیونې د اساسي قانون د ۳۴مې مادي خلاف عمل دی.
«د رسنیو پر وړاندې د يو شمېر حکومتي چارواکو وروستۍ موقفنیونې او دريځ د دې ښکارندويي کوي چې دوی د فساد پر وړاندې د مبارزې او څېړنيزو راپورونو ملاتړ نهکوي، او پر وړاندې یې مخالفت کوي، د حکومتي مسوولينو دغه شان مخالفتونه د اساسي قانون خلاف دي.»
په ورته وخت کې خبريالان هم وايي چې حکومت د بیان ازادۍ ته چندان ژمن نهدی او وخت ناوخت هڅه کېږي چې دا ازادي سانسور شي.
ازاد خبريال عمران دانش د پژواک خبري آژانس له وروستي راپور څخه چې د تنفسي دستګاوو د غلا او پلور موضوع یې رابرسېره کړې وه، په ټینګه ملاتړ او زیاته یې کړه، له رسنیو څخه د حکومت نهملاتړ د دې لامل کېږي چې په ټولنه کې فساد پراخ شي او لا زیاتو درغليو ته زمينه برابره شي.
د هغه په خبره رسنۍ باید تقدیر او لا نورې هم وهڅول شي چې د فساد مختلف موارد راپور کړي.
«له پخوا راهیسې هڅې روانې دي چې په يو او په بل نوم د بيان ازادۍ غږ خفه کړای شي، حکومت ته پهکار ده چې د سخت دريځ پرځای، د رسنيو او خبريالانو ملاتړ وکړي.»
د پژواک خبري اژانس خبريال عبدالرقيب سايل چې پاکستان ته د ونټلاټور دستګاوو د قاچاق په اړه یې دا څېړنیز راپور جوړ کړی، وايي چې د دوی راپور ډېر دقیق، کره او پر اسنادو ولاړ دی.
نوموړی زياتوي، د قانون لهمخې هېڅڅوک د رسنۍ د يو مسوول د استجواب حق نهلري، خو د ملت د درناوي په پار د ياد اژانس رییس ښاغلی دانش کړوخېل د وضاحت لپاره حاضر شو.
د سايل په خبره، دوی به د خپل تحقیقي راپور له هرې کلمې دفاع وکړي.
«موږ په دې راپور هغه مهال کار پيل کړ چې يو کليپ موږ ته راورسېد، دا راپور کره، دقیق او د ژونالېزم په ټولو اصولو برابر دی.»
بل لور ته د پژواک اژانس رییس دانش کړوخېل وايي، د دې ادعا په اړه یې لومړۍ يو کلېپ ترلاسه کړ او بیا وروسته یې په دې اړه بشيړه څېړنه وکړه.
نوموړی زياتوي، د ۳۲ وڼټلاټور دستګاوو قاچاق، د دې دستګاوو نشت له امله د خلکو ستونزې او شاوخوا ۵۱۰ نويو پېرل شويې دستګاوې، د دې تحقیق اصلي برخې دي.
«هېڅ قانون د دې اجازه نهلري چې موږ استجواب کړي، خو موږ د وضاحت لپاره اړينه وګڼله چې حاضر شو، موږ به د دې راپور له هرې کليمې په دفاع وکړو.»
بل لور ته د دې راپور تر خپرېدو وروسته د جمهور رئیس لومړي مرستيال امرالله صالح په خپله ټوېټرپاڼه کې دا راپور رد او تشې اوازې بللې دي، خو د کړوخېل تر څرګندونو او وضاحت وروسته ښاغلي صالح تر اوسه کوم غبرګون نهدی ښودلی.
سربېره پر دې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه هم له کوم تحقیق او څېړنې پرته دا راپور په ډېره بېپروایۍ رد کړې دی.
دا په داسې حال کې ده چې همدا تېره ورځ د دغه وزارت یو معتمد د ۸۰زره امریکايي ډالرو د رشوت په تور ونیول شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


