دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نهه میلیونه ته نېږدې شوی او ۴۶۷ زره او ۶۷۱ تنه تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۴ زره او ۶۳۶ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۵۰ زره او ۵۹۱، په بریټانیا کې ۴۲ زره ۷۱۷، په هسپانیا کې ۲۸ زره ۳۲۳، په فرانسه کې ۲۹ زره او ۶۴۳، په بلجیم کې ۹۶۹۶، په جرمني کې ۸۸۹۵، په ایران کې ۹۶۲۳ او په پاکستان کې ۳۵۰۱ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.