د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د رهبرۍ محمد حنیف اتمر په مشرۍ افغان پلاوی نن ایران ته تللی دی. په دغه پلاوي کې د اووه وزارتونو، پنځو خپلواکو ریاستونو، د جمهوري ریاست حقوقي مشاوریت او ملي امنیت شورا غړي شامل دي.
د دغه سفر هدف، له ایراني چارواکو سره د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو بد او له تاوتریخوالي ډک چلند څېړل، ښودل شوي دي، څو په راتلونکې کې له دغسې اعمالو څخه مخنیوی وشي او دوه اړخیزې همکارۍ تقویت ومومي.
دا سفر په حقیقت کې تر هغې وروسته ترسره کېږي چې ایراني پولیسو کابو یوه نیمهاوونۍ دمخه په یزد ښار کې د افغانانو پر یوه لېږدوونکي موټر ډزې وکړې. د دغو ډزو په نتیجه کې موټر اور واخیست، څو تنه افغانان په کې ووژل شول او ځینې نور ټپیان شول. د یوه ټپي ویډیو چې د اور لمبو وهلی و او ټولنیزو رسنیو ته راوتې وه، په کې لیدل کېږي چې په ډېر مظلومانه انداز د څښلو اوبه غواړي او له ډېرې تندې یې ژبه راوتې ده، هغه ویل:”کمی آب بیار که سوختم”.
تر دې مخه د ایران پولهساتو یا سرحدي ځواکونو لسګونه افغان مهاجر د هریرود سیند ته غورځولي وو. ځینې وژغورل شول او ځینې مړه شول او ۱۷ تنه لا هم لادرکه دي او هېڅ برخلیک یې معلوم شوی نهدی.
سربېره پر دې ګمارل شوي حقیقتموندونکي پلاوي هم خپله دنده په صادقانه او بېطرفه توګه سر ته ونهرسوله او د خپلو پلټنو پایلې یې تر ننه پورې د افغانستان له ولس څخه پټې وساتلې.
علاوه پر دې په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال هم په داسې مظلومانه انداز د یزد ښار په پېښه کې له یوه سوځیدلي افغان سره په روغتون کې وکتل چې په لاسونو کې هتکړۍ وي.
او بالاخره د افغان پلاوي دا اوسنی سفر چې باید ډېر وختي ترسره شوی وای او دا موضوع جدي نیولې وای، متاسفانه چې په ډېر ځنډ او تعلل سره ترسره شو.
په ټوله کې افغان منتقدین د افغانستان حکومت غیرفعاله، مظلومانه او له عذره ډکه ډپلوماسي د دغسې پېښو د زیاتوالي عمده او اساسي لامل بولي.
په هرحال، له دې ټولو ستونزو سره سره چې افغان پلاوي ایران ته سفر کړی؛ نو د افغانستان ولس هیله کوي چې د دغه پلاوي بحثونه لږ تر لږه د دې زمینه برابره کړي چې په راتلونکې د دغسې بدو پېښو مخنیوی وشي او په کراتو کراتو یې د پېښدلو شاهدان ونهاوسو.
موجوده پلاوی همداراز مسوولیت لري چې ایراني لوري ته د حسن همجوارۍ او بینالمللي پروترکولونو د شتون، رعایت او اجرايي کېدو په اړه هم یادونه وکړي او بالاخره په دې برخه کې له ایران څخه د هغو ټولو د عملي کېدلو ضمانت ترلاسه شي.
د دغو پروتوکولونو پر بنسټ هېڅوک د دې حق نهلري چې د بل هېواد له اتباعو سره غیر انساني او د نړیوالو قوانینو خلاف چلند وکړي، ولو کې لوی مجرم هم وي.
بینالمللي پروتوکولونه، دوهاړخیزې همکارۍ او تفاهمنامې هېوادونه مجبوروي چې د اتباعو د جرم او جنایت په صورت کې، متبوع هېواد ته خبر ورکړل شي، خو ایران له افغان مهاجرو سره د ټولو نړیوالو قوانینو او غوښتنو خلاف چلند کوي.
د دې ترڅنګ افغان پلاوی مسوولیت لري چې د پولهساتو او سرحدي ځواکونو په اړه هم د خپل ایراني لوري غوږونه ور خلاص کړي او په دې رابطه ترې ټینګه ژمنه او تعهد واخلي.
پولهساتي یا سرحدي ځواکونه په ټوله نړۍ کې د خپلو ځانګړو قوانینو په رعایتولو مکلف دي. د دوی یوه وظیفه ښايي دا وي چې خپلو هېوادونو ته د ناقانونه افرادو د ورتګ مخه ونیسي او یا یې بیرته اړوندو هېوادونو ته وسپاري، خو په هېڅ یوه سند کې داسې ټکی نهموندل کېږي چې سرحدي ځواکونو ته دې د دې اجازه ورکړي چې ملکي وګړي په نښه او له منځه یوسي او یا یې سیند ته وغورځوي؛ هغه ناوړه عمل او سلوک چې د ایران پولهساتو ځواکونو په وار وار له افغان مهاجرو سره کړی.
که خبره رالنډه کړو، ښايي دا نتیجه واخلو چې دغسې تګ راتګونه ممکن مقطعي پایلې ولري او په اوږدمهال کې بیا هم له ورته پېښو سره مخ شو. په ټوله کې د افغانستان مهاجرو موضوع یوازې په ایران پورې نهده تړلې، بلکې له ټولې نړۍ سره غوټه لري، خو په ایران او پاکستان کې بیا تر بل هر ځایه افغانان زیات استوګن دي. د دغې معضلې او ستونزې چورلټ حل لهپاره د افغانستان حکومت مسوولیت لري چې د مهاجرو بېرته ستنولو لهپاره جداً لاس په کار شي او زمینه ورته مساعده کړي.
د امنیت ټینګښت تر څنګ د کرنې، صنعت، سوداګرۍ پراختیا او د کاري فرصتونو رامنځ ته کول هغه برخې یا سکټورونه دي چې هېواد ته د مهاجرو په بېرته ستنولو کې ډېره مرسته کولای شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ