روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس۴۰۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۸زره او ۸۳۳ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۲تنه له دې ناروغۍ څخه مړه شوي او ۴۷۲تنه ترې رغېدلي دي چې له دې سره د روغ شویو کسانو شمېره ۸۷۶۴تنو ته رسېږي
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

