ads

د نورستان والی له یوه وسله وال برید څخه روغ وتی

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن سهار له کابله جلال اباد ته پر لاره و، چې له ماهیپر لاندې ماڼو کلي کې پرې وسله وال برید وشو.

شمس الرحمن شمس
1 چنګاښ 1399
د نورستان والی له یوه وسله وال برید څخه روغ وتی

نن سهار شاوخوا ۷بجې د نور ستان والي د کابل سروبي ولسوالۍ اړوند د ماڼو کلي ته نږدې له یوه وسله وال برید سره مخ شو چې په برید د نوموړي دوه ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وایي، په برید کې د هارون په نوم یو ساتونکی وژل شوی، یو ټپي شوی او نور چاته زیان نه دی اووښتی.

تر اوسه کومې وسله والې د دې بريد مسئوليت په غاړه نه دى اخیستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA