ads

د بندیان پروسې تر بشپړېدو وروسته به د بین الافغاني خبرو نېټه په ډاګه شي

د سولې په چارو کې د دولت وزارت هیله څرګنده کړې وه چې بين‌الافغاني مذاکرات به په څو ورځو کې په قطر کې پيل شي، خو اوس د کابو یوې اوونۍ په تېرېدو سره لاهم د بین‌الافغاني مذاکراتو څرک نه‌لګېږي.

منصور یوسفزی
1 چنګاښ 1399
د بندیان پروسې تر بشپړېدو وروسته به د بین الافغاني خبرو نېټه په ډاګه شي

د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیلېدو ګنګوسو چې تېره اوونۍ زور اخیستی و، کرار کرار په ټپېدو دي او په دې برخه کې د نویو پرمختګونو په اړه ډېر څه نه‌ویل کېږي. تېره اوونۍ د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویلي وو چې څو ورځو کې به دا خبرې اترې پیل شي، خو اوس وايي چې د بندیانو پروسې تر بشپړېدو وروسته به د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل کره نېټه په ګوته شي.

د چارو شنوونکي هم د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیلېدو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د بندیانو خوشې کېدل بولي.

د چارو شنونکی محب‌الله صمیم هیله څرګندوي چې ډېر ژر به د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیلېدو شاهدان وو.

د نوموړي په عقیده د بندیانو په تبادله کې ځنډ او د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ او غړيو د نوملړ نه‌بشپړېدل، هغه لوی موارد دي چې بین‌الافغاني خبرې اترې ځنډولی شي.

ښاغلي صميم په دې اړه کلید راډیو ته وویل:

«دا چې بين‌الافغاني مذاکراتي نه پيلېږي بيلابېل دلايل لري، خو زه فکر کوم چې دلته د بنديانو مسله هم مطرح کېږي، ځکه د مذاکراتو لپاره اساسي شرط د بنديانو خلاصون و، چې بايد د طالبانو ۵ زره او د حکومت ۱۰۰۰ بنديان خوشې شي، اوس که وکتل شي، دولت ۳ زره او طالبانو بيا ۵۰۰ بنديان خوشې کړي دي، د دې لړۍ پای ته رسېدو سره به مذاکرات پيل شي او داسې د اندېښنه وړ خنډ یې په مخ کې نه‌شته.»

په ورته وخت کې د طالبانو پخوانی چاوراکی سيد اکبراغا وايي چې لاهم د بندیانو د ادلون بدلون او خوشې کېدو په اړه حکومت او طالبانو د نظر اختلافات نه‌دي حل کړي.

د نوموړي په خبره د افغانستان حکومت غواړي چې د بین‌الافغاني مذکراتو پروسه او طالب بندیانو بهیر یو ځای مخته لاړ شي، خو په خبره یې طالبانو لاهم په دې برخه کې نرمښت نه‌دی ښودلی.

 د اکبرآغا په وینا، حکومت او طالبان باید د سولې د ټینګښت له‌پاره قرباني ورکړي او دا بهیر چټک کاندي. نوموړي کلید ته زیاته کړه:

«د بين‌الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره مهم شرط د بنديانو د خلاصون موضوع وه، اوس افغان دولت په دې هڅه کې دی، چې د زندانيانو د خلاصون او مذاکراتو پروسه يو ځای پرمخ يوسي، خو طالبان په دې برخه کې اختلاف لري او غواړي چې لومړی بايد بنديان خوشې شي، کله چې دا پروسه پای ته ورسېدله په چټکۍ سره د بين‌الافغاني مذاکراتو ځای ټاکل کېږي او له هغې وروسته به دا مذاکرات پيل شي.»

د سولې په چارو کې د دولت وزارت بيا وايي چې د بين‌الافغاني مذاکراتو د نېټې او ځای په اړه به د بنديانو پروسې تر بشپړېدو او تاوتريخوالي له درېدو وروسته پرېکړه وشي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري کلید ته وویل:

«د بين‌الافغاني مذاکراتو د پيل نېټې او ځای په اړه به د افغانستان حکومت او طالبان هغه مهال پرېکړه کوي چې د بنديانو پروسه بشپړه او تاوتريخوالی ودرول شي.»

د یادولو وړ ده چې د افغانستان حکومت له لوري د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون‌لیک له امضا راهیسې تر ننه شاوخوا ۳زره طالب بندیان خوشې شوي او طالبانو بالمقابل ۵۰۰تنه خوشې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA