قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې ملا عبدالغني برادر د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق سره په دوحه کې کتلي او نوموړي سره یې د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
شاهین زیاتوي چې ملابرادر له صادق خان سره په تورخم، سپین بولدک او غلام خان بندر کې د افغان کډوالو او سوداګرو ستونزو په اړه هم خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د پاکستان هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.
له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی و چې د افغانستان لپاره یې استازي قطر کې له طالب چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

