ځایي اوسېدونکي یې له حکومت غوښتنه کوي چې نورستان ته غځېدلې لارې په پاخه او اساسي ډول جوړې کړي څو د هرې سیمې خلک وکولای شي په ډاډه زړه دغه ولایت ته سفر وکړي.
د هېواد په ختېځ کې پروت دغه ولایت چې له طبعیې ښکلا برخممند دی، ورته په دې وروستیو کې د کورنیو سیلانیانو پام زیات شوی دی.
نورستان ته وروسته له هغې دسیلانیانو پام ورواوخښت چې د چاپیریال ساتنې ادارې دهیواد ملي پارک او دوحشي ژویو خوندي ساتنځای اعلان کړ.
اوسمهال دغه ولایت ته د هېواد له مختلفو ولایتونو ډلې ډلې ځوانان د چکر په موخه ورځي.
قیام خیام له کونړه د خپلو ملګرو سره د نورستان لیدو ته ورغلی.
(( ډېر خلک لیواتیا لري چې نورستان ته راشي خو ستونزه یې دا ده چې دلته ناامنیو دخلکو ژوند نه یوازې نا ارامه کړې بلکې د خپلو سیمو له لیدو یې هم بې برخې کړي دي))
د نورستان ځایي اوسیدونکي وایي، هیله مند دي چې د سیلانیانو په ورتګ سره به د دغه ولایت اقتصاد لا پیاوړی شي او هم ورسره د ځایي خلکو ژوند ښه شي.
دوی له حکومت نورستان ته د غځیدلي سرک د جوړیدو ترڅنګ په ګڼو نورو برخو کې د بیارغونې د پروژو غوښتنه کوي.
(( که حکومت دلته هوټلې جوړې کړي سرکونه جوړ کړي چې د نورو ولایتونو خلک وکولای شي په اسانۍ دغه ولایت ته راشي ډېر خلکو اوس د سرک د خرابوالي له امله زړه نه ښه کوي.))
د نورستان ځآیي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت ځنګلونه د قومي تړون له مخې ساتل شوي او دوی هم د پرمختیایي چارو په برخه کې د پام وړ کار کړی.
د نورستان مرستیال والي هاشم فیضي وایي، حکومت د پرمختیايي چارو په برخه کې د نورستان په شمول یې د هېواد څلورو هغو سیمو ته ۳۰ میلیونه امریکایي ډالر بودېجه بیله کړې چې چاپیریال ساتنې ملي ادارې ساتلي شوي نومولې.
(( مونږ په دې هڅه کې یو چې دې ولایت کې خپل پلانونه تنظیم کړو له مرکز سره مو هم دغه پلانونه شریک کړي او هیله مند یو چې نورستان کې به شته ستونزې حل شي.))
له نورستان سربېره کونړ هم په ختېځ کې هغه ولایت دی چې په دې وروسیتو کې یې ښایسته چاپیریال د خلکو پام ځان ته اړولی چې اوسمهال یې سیلانیان له لرې پرتو ولسوالیو لیدنه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

