ads

ایران ته د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر

د راپرونو له مخې ټاکل شوې نن د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر ایران هېواد ته په سفر روان شي.

شمس الرحمن شمس
1 چنګاښ 1399
ایران ته د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر

پرون د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عباس موسوي ددغه خبر پخلی کړی او له ایراني رسنیو سره یې په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر به له یو جګ پوړي پلاوي سره ایران ته راشي.

موسوي همدارنګه زیاته کړې چې محمد حنیف اتمر او پلاوی به یې د ایران له بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او نورو چارواکو سره له نږدې وګوري او پر یو لړ بېلابېلو موضوعاتو به ورسره خبرې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA