ads

کرونا وېروس په ټوله نړۍ کې له اته نیم میلیونو ډېر وګړي نیولي دي

د راپورونو له مخې تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا وېروس د ناروغانو شمېر له اته نیم میلیونو څخه اوښتی دی او له دې ناروغۍ څخه ۴۵۹زره کسان مړه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
31 غبرګولی 1399
کرونا وېروس په ټوله نړۍ کې له اته نیم میلیونو ډېر وګړي نیولي دي

امریکا کې یې تر نورو هېوادونو ډېر کسان نیولي دي هلته په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نېږدې دوه نیم میلونو ته رسېږي او تر دا مهاله ترې ۱۲۱زره څخه زیات کسان مړه شوي دي.

ایران کې له دوه سوه زره څخه ډېر کسان په کرونا اخته شوي دي او هلته له دې ناروغۍ څخه  د مړیو شویو کسانو شمېر له نهه زره څخه اوښتی دی.

پاکستان کې له ۱۶۵زرو څخه زیات کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي او هلته د مړه شویو کسانو شمېر له درې زره څخه اوړي.

هند هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر له ۳۹۵زره څخه اوښتی او هلته ترې دمړه شویو له ۱۲زره څخه اوړېدلی دی.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې له څلور میلیونو څخه زیات وګړي له دې وبا څخه روغ شوي دي او اوس خپل عادي ژوند مخ ته وړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA