ads

په افغانستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۸ زره‌‌‌‌‌‌‌ ۴۲۴ تنو ته ورسېد

روغتیایي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۵۶۵ مثتبې پېښې ثبت شوي دي او تر دا مهاله له دې ناروغۍ څخه له اته زره څخه زیات خلک ښه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
31 غبرګولی 1399
په افغانستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۸ زره‌‌‌‌‌‌‌ ۴۲۴ تنو ته ورسېد

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۵۴۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۸زره او ۴۲۴ تنو ته ورسېد.

 د دغه وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه ۸۲۹۲تنه ناروغان ښه شوي دي او همدارنګه ۵۶۹تنه له دې ناروغۍ څخه قرباني شوي.

روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA