ads

ملګري ملتونه افغانستان کې د کرونا وبا د کنټرول لپاره هڅې کوي

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرامونو ادارې په یوې نوې څېړنه کې ویلي چې کرونا وبا افغانستان له ګواښ سره مخ کولای شي؛ خو دوی یې په کابو کولو کې د هڅو ډاډ ورکړی .

شمس الرحمن شمس
31 غبرګولی 1399
ملګري ملتونه افغانستان کې د کرونا وبا د کنټرول لپاره هڅې کوي

ملگرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان د کرونا له کبله له څو اړخونو څخه له سخت ګواښ سره مخ دی.

راپور کې لیکل شوي دي افغانستان کې کرونا وبا نه دا چې د سولې بهیر له خنډونو سره مخ کړی بلکې اقتصادي وده او  د روغتیا سکټور یې هم  تر جدي فشار لاندې راوستی دی.

په دې راپور کې د کرونا له کبله د بې وزلو هېوادونو حال ته کتنه شوې او په یادو هېوادونو کې د اوږدمهاله اغېز په اړه پلټنې شوي دي.

د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې افغانستان یو نازک حال سره ښودل شوی او ویلي دي چې د مسلکي ډاکټرانو کموالی، فقر کې د خلکو ژوند، او د څلوېښتو کلونو جګړې له کبله کمزوری اقتصاد او یو شمېر نور مهم ټکي په ګوته شوي دي چې دوی ورته اندېښمن دي.

دلته په هېواد کې د روغتیا وزارت هم خبرداری ورکړی چې روغتیایي کارکونکي یې کم دي، کافي وسایل او ځانګړي روغتونونه چې د کرونا ناروغانو لپاره په کې تشخیص او درملنه وشي محدود دي.

دا راپور وړاندې کاږي چې افغانستان کې له کرونا وېروس سره د چټکې مبارزې او د نړیوالو له خوا کافي ملاتړ د ستونزې په کمولو کې خورا مرسته کولای شي.

ملګري ملتونه خبر ورکوي چې افغانستان کې به د کرونا وبا د کنټرول لپاره شل روغتیایي مرکزونه جوړ او لس ګرځنده روغتیایي ډلې به پر دندو وګوماري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA