ads

په امریکا کې د کورونا ویروس د قربانیانو شمېر تر ۱۱۸ زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر دې دمه دوه میلیونه، ۱۸۹ زره او ۱۲۸ کسان پر کورونا اخته شوي او تر ۱۱۸ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

محمدخان بریال
30 غبرګولی 1399
په امریکا کې د کورونا ویروس د قربانیانو شمېر تر ۱۱۸ زره واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له اته میلیونه اوښتی او ۴۵۳ زره او ۲۶۸ تنه تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۴ زره او ۵۱۴ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۴۷ زره او ۷۴۸، په بریټانیا کې ۴۲ زره ۳۷۳، په هسپانیا کې ۲۷ زره ۱۳۶، په فرانسه کې ۲۹ زره او ۶۰۶، په بلجیم کې ۹۶۸۳، په جرمني کې ۸۸۷۵، په ایران کې ۹۲۷۲ او په پاکستان کې ۳۰۹۳ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA