د خوست امنيتي چارواکي وايي، پرون د خوست په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې له بګرام زندان څخه د یو طالب بندي د راخوشي کېدو پخاطر د خوښۍ په ډزو کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
د خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حیدر کليد ته وويل، یاده پېښه ددې ولسوالۍ په برخانخېلو کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د عادل په خبره کله چې د کلي خلکو د بندي د راخوشي کېدو پرمهال هوايي ډزې کولې، له یو تن يې د ټوپک شپېلۍ د ځمکې خواته شوې چې یاده مرګ ژوبله يې رامنځ ته کړې ده.
حیدر وايي، یاد کس له سيمې تښتېدلی، خو پولیسو يې د نیولو هڅې پیل کړې دي.
د سيمې خلک وايي، د وژل شوي او ژوبلو ماشومانو عمرونه د پنځو او لسو کالونو ترمنځ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ