دغه وزارت وایي، ډېری ثبت شوې پېښې په کابل او کندهار ولایتونو کې دي.
د وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۲ تنه کورونا ویروس مړه کړي او ۱۵۰۲ تنه ترې روغ شوې، چې د مړو شمېر ۵۴۶ او د رغېدلو کسانو شمېر ۷۶۶۰ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ