د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۵۶۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۶زره ۸۷۴ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا څخه ۵۶۰تنه رغېدلي او ۱۳نور مړه شوي دي.
چې له دې سره په هېواد کې د کووید-۱۹ناروغۍ له کبله د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۵۰۴ تنو ته ورسېد او د رغېدلو شمېر بیا ۶۱۵۸تنو ته رسېږي.
.روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ