د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ساعتونو کې وسلهوالو طالبانو کندهار، پکتیا او غزني ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې د امنیتي ځواکونو له ځوابیه غبرګون سره مخ شوي او له کبله یې ۲۳وسلهوال طالبان وژل شوي او ۲۷نور یې ټپیان شوي دي.
د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ یادې نښتې د کندهار په تخته پل او ژړۍ ولسوالیو، پکتیا په زرمت ولسوالۍ او د غزني د لویې لارې پر مسیر رامنځته شوې دي.
چارواکي وایي په دغو نښتو کې امنیتي ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي او په نتیجه یې کې یو شمېر مهمات هم له وسله والو طالبانو په لاس ورغلي دي.
د یادو نښتو په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

