ads

کورنیو چارو وزارت د تېلو له درکه ۶۷۵میلیونه افغانۍ سپمولي

کورنیو چارو وزارت وایي چې د تېلو په مصرف کې یې ۱۵میلیونه لېتره کموالی راوستی او له دې درکه یې میلیونونه افغانۍ سپمولي دي .

شمس الرحمن شمس
28 غبرګولی 1399
کورنیو چارو وزارت د تېلو له درکه ۶۷۵میلیونه افغانۍ سپمولي

 د  کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایي چې اساساً په ځینو برخو کې د یو شمېر اصلاحي سیستمونو په رامنځته کولو سره په دې برخه کې یې د زیاتو لګښتونو مخنیوی کړی دی.

دده په خبره په موټرونو کې د جي پي ایس او جنراتورونو کې ځانګړي سیستمونه نصب شوي چې پر مټ یې د تېلو په مصرف کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د وزارت مامورین اوس بې وخته او غیر رسمي مواردو کې له دولتې موټرونو استفاده نه شي کولای او همدې ته ورته د پولیسو په ادارو کې ورته اقدام شوي چې له کبله یې میلیونونه افغانۍ سمپا شوي دي.

دده د معلوماتو له مخې اوس د تېلو په مصرف کې ۱۵لېتره کموالی راغلی او په اساس یې ۶۷۵میلیونه افغانۍ سپمولي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA