ads

فرهنګیان: حکومت دې په ننګرهار کې فرهنګي میراثونو ته پاملرنه وکړي

ننګرهار کې فرهنګیان وایي، که دولت په دې ولایت کې تاریخي ځایونه ورغوي نه یوازې به یې د فرهنګي میراثونو په ژوندي ساتلو کې مرسته کړي وي بلکې د سیاحت او اقتصاد لپاره هم ښه سرچینه کیدلی شي.

جان اغا صالح
28 غبرګولی 1399
فرهنګیان: حکومت دې په ننګرهار کې فرهنګي میراثونو ته پاملرنه وکړي

د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین بیا وایي، ننګرهار کې تاریخي ځایونه ډیر خو دوی یې د پژندنې لپاره ځانګړی ټیم ټاکلی چې تراوسه یې په مختلفو سیمو کې ۱۲۲ تاریخي ځایونه تثبت کړي دي.

ننګرهار کې فرهنګیان وایي، د تاریخي ځایونو رغول او ساتل د فرهنګي میراثونو سربیره د سیاحت او اقتصاد لپاره ښه منبع کیدلی شي.

د دې ولایت یو شمیر فرهنګیان  وایي، ننګرهار ګن شمیر تاریخي ځایونه لري، خو د مسولو چارواکو د نه پاملرنې له امله له پامه غورځول شوي دي.

دوی د تاریخي ځایونو د ساتلو په برخه کې یې له حکومت سربیره د ولسي خلکو ونډه هم اړینه بولي.

فرهنګپال اندیښنه لري چې دې ولایت کې تاریخي ابدې د تخریب له ګواښ سره مخ دي او که مسولې ادارې په دې برخه کې ناغیړي وکړي د وخت په تیریدو به له منځه لاړې شي.

فرهنګي فعال عزیزالله عزیر وایي، ننګرهار کې د تاریخي ځایونو په رغیدو سره به نه یوازې د سیالانیان تګ راتګ زیات شي بلکي د اقتصاد لپاره هم ښه منبع کیدلی شي.

(( ننرګرهار کې تاریخي ځایونه ډیر دي لکه د هډې موزیم چې اوس تخریب شوي نو دولت ته په کار ده چې پام ورته وکړی او ویې رغوي.))

په ورته مهال یو بل فرهنګپال غازي عابد وایي، د فرهنګي میراثونو ژوندي ساتلو لپاره دولت ته لازمه ده چې د دغه ځایونو ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړی له دولت د ویجاړو شویو تاریخي ځایونو د رغیدو غوښتنه کوي.

((تاریخي ځایونه د یو هیواد لپاره ملي شتمني ده نو دولت ته په کار ده چې دغه تاریخي ځایونه پیدا او جوړیدو ته یې لاس په کار شي.))

په همدې حال کې  د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وایي، د دې ولایت په مختلفو سیمو کې ۱۲۲ تاریخي ځایونه د یوې سروې له مخې تثبیت کړي چې، له دوی سره یې له دلې یوازې ۲۲ ثبت شوي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس رحیم الله خوږیاڼی وایي، دې ولایت کې تاریخي زیاتو ډیر دي چې د پیدا کیدو لپاره یې په یو شمیر سیمو کې سروې پیل کړې چې تراوسه یې په څلورو ولسوالیو کې سروې بشپړه شوې ده.

(( په اکثره ولسوالیو کې تاریخي ځآیونه شته مونږ یې د پژندنې په هڅه کې یو او د یو ځانګړي ډیټابیس کې به ثبت شي، سروې روانه ده څلورو ولسوالیو کې بشپړه شوې او دا لړۍ به دوام ولري.))

فرهنګیان وایي، ننګرهار ګڼ شمیر تاریخي ځایونه لري چې له همدې امله هر کال په زیات شمیر سیالانیان له دغه ځایونو لیدنه کوي.

دوی ټینګار کوي که حکومت د دغه ځایونو رغیدو لپاره عملي اقدامات ترسره کړي د نورو ګټو سربیره به د هیواد د اقتصاد لپاره هم یوه ښه سرچینه اوسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA