ads

د پکتیا قومي مشران: د نجونو پر وړاندې به د تړل شویو مکتبونو دروازې پرانېزو

زرمت د پکتیا یوه له نا امنه ولسوالیو څخه شمېرل کېږي چې د نجونو ۱۳ بابه ښوونځي په کې له تېرو څو کلونو راهیسې د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

خیرالدین ذکي
28 غبرګولی 1399
د پکتیا قومي مشران: د نجونو پر وړاندې به د تړل شویو مکتبونو دروازې پرانېزو

پکتیا پوهنې ریاست سره له دې چې د قومي مخورو له یاد اقدام څخه هر کلی کوي، وايې په ټول توان هڅه کوي چې له دې وروسته هېڅ یو تړلی ښوونځی ونه لري.

د پکتیا یو تن قومي مخور حاجي تورګل کلید سره په خبرو کې وویل پخوا هم په دې ولایت کې د تړلو ښوونځيو په خلاصون کې قومي مشرانو رول لوبولی او د دولت مخالفینو ته يې قناعت ورکړی چې ښوونځي باید ونه تړي.

نوموړی څرګندوي اوس يې په زرمت ولسوالۍ کې د نجونو د تړلو ښوونځيو د بېرته خلاصون لپاره هڅې پیل کړې او تمه شته  چې ډېر ژر به په دې چاره کې بریالي شي.

« په دې باندې لګیا دي ډير ښوونځي يې خلاص کړي د نجونو د ښوونځيو په ګډون ، قومي مشران هلې ځلې کوي دا ستونزه به انشاالله حل شي.نور دلته معارف سم دی.»

د زرمت ولسوالۍ یو بل مشر نور ولي خان وايي مشرانو د خپلو اولادونو د روښانه راتلونکي په موخه اقدام کړی چې په یاده ولسوالۍ کې د نجونو ټول تړلي ښوونځي بېرته پرانېزي.

ده وویل که په یاده برخه کې پوهنې ریاست ورسره همکاري وکړي، نجونو ته د زده کړو امکانات برابر کړي نو خلک چمتو دي چې خپلې لوڼي ښوونځيو ته ولېږي .

« ناخوالې او دردونه ډېر زیات دي ، که د مشر دې لوري ته پام نه وي پوهنې ریاست باید مسوولیت ترسره کړي، خدای ج پر وړاندې هم مسولیت لري چې ډيري زیاتي هلې ځلې وکړي . موږ يې همکاران یو تر وروستي حده به په دې کې وس کوو او دا زموږ حق دی چې باید راکړل شي.»

د پکتیا پوهنې ریاست مسوولین هم وايې په زرمت ولسوالۍ کې د نجونو ۱۳ بابه ښوونځي له تېرو پنځو کلونو راهیسې د دولت د وسلوالو مخالفینو له لوري تړل شوي دي.

پکتیا پوهنې ریس کوچی ځاځی د مشرانو له یاد اقدام څخه هر کلی کوي او وايې د ښوونځيو په پرانیستل کېدو سره به پوهنې ریاست ټول امکانات د ښوونځيو او زده کوونکو په واک کې ورکړي.

« په زرمت ولسوالۍ کې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د نجونو ۱۳ بابه ښوونځي چې د وسله‌والو طالبانو له لوري تړل شوي وو ، په دې وروستیو کې د پکتیا پوهنې ریاست ، مشرانو، دیني علماوو او ځوانانو په واسطه یوه هڅه پیل شوې ده، ډيره هیله مندي موجوده ده تر څو موږ وکولای شو چې په زرمت کې ۱۳ بابه ښوونځي د نجونو پر مخ د مشرانو په مټ بيرته پرانیزو.»

د پکتیا پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې د زرمت ولسوالۍ د ۱۳ بابه تړلو ښوونځیو له امله شاوخوا ۶۰۰۰ ښځینه زده کوونکې اوس مهال له زده کړو بې برخې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA