دغه کارپوهان وایي، دا درمل چې په ډېرې اسانۍ سره پیدا کېږي، تازه څېړنو له مخې یې ناروغانو ته ښه نتیجه ورکړې ده.
دوی وایي هغه ناروغان چې په مصنوعي توګه تنفس ورکول کېږي ددې درملو په کارولو سره یو په درېیمه برخه د مرګ کچه کمېږي.
دغو څېړونکو دا هم ویلي که چېرې له پیل څخه د کرونا ناروغانو ته دا درمل کارولی وای، نو ممکن بریتانیا کې د پنځه زره پورې کسانو ژوند ورسره ژغورل شوی وای.
دوی زیاتوي، دغه درمل چې بیه یې ټیټه ده، په بېوزله هېوادونو کې هم د ډېرېدونکي شمېر ناروغانو په درملنه کې مرسته کولای شي.
د اکسفورډ پوهنتون د څېړنې په اساس دغه درمل پر ۲زره کسانو ازمایل شوي او نتیجه کې له هغو نورو ۴زره ناروغانو سره پرتله شوې دي، چې دا درمل ورته نه دي ورکړل شوي.
ددې څېړنې مشر پروفیسر پېټر هوربې په خبره دا تر اوسه یوازیني درمل دي چې کارولو سره یې د مړینې کچه کمه شوې ده او دا خورا ښه پرمختګ دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

