ads

بې‌نتیجې درې‌اړخیزه غونډه،ولې؟

د نن ورځې تبصره

کلید
27 غبرګولی 1399
بې‌نتیجې درې‌اړخیزه غونډه،ولې؟

لکه څنګه چې تمه کېده د افغانستان، روسیې او امریکا ترمنځ پرونۍ درې اړخیزې غونډې کومه څرګنده او واضیح نتیجه نه‌درلوده. یا خو د افغانستان سولې پر وړاندې د پرتو خنډونو او ستونزو ارزونه په کې  نه‌ده شوې او یا دا چې اصلي او محوري ټکي لاهم له خلکو پټ ساتل شوي.

موږ تېره ورځ ناوخته د دغې درې اړخیزې ویډیويي غونډې د ترسره کېدو شاهدان وو. په دغه غونډه کې د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر، د افغانستان له‌پاره د روسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف او د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ګډون درلود.

 ویل شوي وو چې دا غونډه به په ټوله کې د افغانستان سولې په وروستیو پرمختګونو تمرکز وکړي او  د بندیانو تبادلې، بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل نېټې، دایمي اوربند او تاوتریخوالي کمولو او بالاخره د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړي کولو په اړه به بحثونه او خبرې اترې په کې وشي او حتا نوې‌ حل‌لارې به هم په ګوته شي.

سربېره پر دې تر غونډې دمخه په دې رابطه خورا ډېر تبلیغات هم وشول او ډېرې زیاتې تمې رامنځ ته شوې چې په ټوله کې به د امریکا او روسیې هم‌فکري او سلا مشورې د افغانستان سولې ته د رسېدو په برخه کې ګټورې او څرګندې پایلې ولري او د افغانستان ولس او حکومت پر وړاندې به شته فرصتونه لا نور هم پسې پیاوړي او څرګند کاندي.

له دغې غونډې دا هیله هم کېدله چې امریکا او روسیه به په ګډه د دغې غونډې په نتیجه کې په یوه خوله او یوه دریځ پر طالبانو فشار راوړي چې تاوتریخوالی یا چورلټ راکم او یا اوربند ته غاړه کېږدي.

همداراز تمه کېده چې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل کره نېټې او ځای په اړه به هم ژور بحثونه وشي او په دې اړوند به د افغانستان حکومت اندېښنې نوټ کړای شي.

دغه راز له دغې غونډې دا هیله هم کېدله چې امریکا او روسیه به د افغانستان حکومت غوښتنو ته په پام د سیمه‌ییزې اجماع د پیاوړي کولو په برخه کې، پر پاکستان، هند، ایران او چنین چې د افغانستان سولې او جنګ په قضیه کې خپل دریځونه پالي، د فشار د یوه اهرم په توګه عمل وکړي او دوی به تر پخوا لا زیات سوله‌ییزو هڅو ته ژمن کاندي.

سربېره پر دې له دغې غونډې دا هیله هم کېدله چې د افغانستان حکومت لوري ته به د دې فرصت برابر شي چې خپلې غوښتنې او خواستونه په روښانه او کره توګه له دغو دواړو هېوادونو سره شریک او د دغو هېوادونو له نفوذ او اغېز څخه به په ګټه اخیستنې د هېواد له ملي ګټو او لاسته‌راوړنو دفاع وکړي.

خو په خواشینۍ سره باید وویل شي چې له دغې غونډې څه ډېر څه نه‌دي ترلاسه شوي او هومره چې ورته کمپاین وشو، د افغانستان لوري له‌پاره چندان ګټوره نه‌وه او کومه نوې پایله او نتیجه یې نه‌درلوده.

دا خبره پر دې بنسټ کوو چې په دغه غونډه کې یا خو د افغانستان سولې پر وړاندې د اصلي خنډونو او ستونزو ارزونه نه‌ده شوې او یا دا ده چې اصلي او محوري ټکي له خلکو سره نه‌شرېکږي.

د هغې خبرپاڼې پر بنسټ چې بهرنیو چارو وزارت خپره کړې، د بندیانو د تبادلې له موضوع څخه د امریکايي او روسي لوری هرکلی، د فشار له اعمالولو پرته د تاوتریخوالي کمولو تکراري غوښتنه چې طالبان ورته لاهم نه‌دي تیار او لږ تر لږه په تېره یوه اوونۍ کې یې جګړو ته دوباره شدت ورکړی، او بې له دې چې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل نېټې او ځای په اړه څرګند موقف ولیدل وشي، د دغو خبرو په ژر پیلېدلو تش په تشه د خولې ټینګارونه، له هغو تکراري ټکو څخه ګڼل کېږي چې په عمل کې یې د ولس له‌پاره کومه مشخصه پایله نه‌ده لرلې او د وخت له ضایع کولو پرته بل څه نه‌شي ګڼل کېدلی.

په هر خو اوس چې دا غونډه پای ته رسېدلې او له یوې خوا د ۲زره طالب بندیانو د خوشې کولو او بل لور ته د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل ګنګوسې اورېدل کېږي، د امریکا او روسیې په څېر سترو هېوادونو ته په کار دي چې په بې‌پرې توګه د دغو خبرو اترو د بریالي کولو له‌پاره له خپل ټول توان څخه ګټه پورته کړي.

همداراز د افغان حکومت وسله‌وال مخالفان که چېرې واقعا د سولې اراده لري، بیا پکار ده چې تاوتریخوالی کم او یا چورلټ ودروي او لږ تر لږه تر بین‌الافغاني مذاکراتو دمخه اوربند ته غاړه کېږدي. ځکه له دې پرته به د جګړې دوام د دغې ډلې پر وړاندې د خلکو بې‌باوري لا نوره هم پسې زیاته کړي.

همداراز دا د افغانستان حکومت مسوولیت دی چې د بین‌الافغاني خبرو اترو له‌پاره وړ او کارپوه مرکچي پلاوی غوره کړي؛ داسې پلاوی چې په تېرو کابو دوو لسیزو کې له شویو پرمختګونو او ملي ارزښتونو څخه د دفاع جوګه وي او  د بېلابېلو لوریو د نه‌منلو وړ غوښتنو پر وړاندې، په تېره بیا د هغو غوښتنو او فشارونو پر وړاندې ودرېدای شي چې افغانستان کلونه وړاندې زماني واټن ته ستنوي.

زموږ د نن ورځې تبصره په ټوله کې پر همدغو ټکو راڅرخي

په درنښت

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA