د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د چراګاه په کلي کې د سيمې ځوانان د اعتراض په بڼه راووتل او د هغې کورنۍ د تره زامنو کورونو ته يې اور واچوه، چې وړمه شپه يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ کسان وژل شوي وو.
د سيمې خلک وايي چې دا کار د قرباني شوې کورنۍ همدې خپلوانو کړی دی.
د خلکو په خبره، چې ممکن تره زامنو يې دا کار د میراث د ورپاتې کېدو او یا کومې بلې بهانې په پار ترسره کړی وي، خو خلک نور دا ډول ظلم نشي زغملی.
د خوست په ډېری سیمو کې دا ډول قومي جوړښتونه او دودونه لا هم ژوندي پاتې دي چې د مظلوم د لاسنیوي او د ظلم پرخلاف خلک په چيغو او ډولونو سره راوځي او ددې ډول کړنو پر وړاندې سخت غبرګونونه ښيي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

