په دغه ولایت کې مدني فعالان نيوکه کوي چې په ارزګان کې پر کورونا ويروس اخته او مشکوکو ناروغانو ته هېڅ پاملرنه نه کېږي او له هر ډول خدمتونو بي برخي پاته دي.
د انصار مدني ټولنې مسولين وايي، په دغه ولايت کې په کورونا ويروس اخته ناروغان له هر ډول امکاناتو څخه بي برخي دي او ان ډوډي هم په سمه توګه نه ورکول کېږي.
«تاسو ورشئ! په دغه روغتون کې پر کورونا ويروس د اخته کسانو حال وګوري! وچه ډوډي سمه نه ورکول کېږي، دا څنګه روغتون دی، ټولي برخي يې غيري فعال دي.
د کورونا مانا پروژه، فساد اوغلا ده. د کورونا ناروغ لپاره داښه ده چې په کور کې ځاي قرنټين کړي.»
د مدني فعالانو يادې نيوکې مو د دغه ولايت له والي محمد شفيق اسدالله سعيد سره شريکې کړې.
هغه يې پړه پرهمکارې موسیسې اچوي او زياته وي چې همکاره موسیسه په خپلو کارونو کې پاته راغلي ده.
نوموړی وايي، د خلکو دغه ستونزې يې له مرکزي ادارې سره هم شريکې کړې دي او
«په ارزګان کې په کورونا ويروس اخته کسان رښتيا هم په بد وضيعت کې دي.
زه مخکي هم په دي موضوع خبر وم، خو مسوليت يې د همکاري موسیسې دی. پر لومړۍ ورځ يې دا تصديق کړي دی، چې موږ به خپل خدمتونه په ښه ډول ترسره کوو؛ خو اوس بیا خلک ترې خوښ نه دي.»
تاز د عامې روغتيا وزارت له لوري په خپرو شوو معلوماتو کې ښکاري، چې په ارزګان کې ۱۹ تنه پر کورونا ويروس اخته دي.
خلک بیا ادعا لري چې د کورونا د ناروغانو پايلې د روغتيا وزارت له لوري پر وخت نه معلومېږي، که نه سلګونه کسان په ياد ويروس اخته شوي دي.