ads

په امریکا کې د کورونا ویروس د قربانیانو شمېر تر ۱۱۵ زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر دې دمه دوه میلیونه، ۹۴ زره او ۵۲۶ کسان پر کورونا اخته شوي او تر ۱۱۵ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

محمدخان بریال
26 غبرګولی 1399
په امریکا کې د کورونا ویروس د قربانیانو شمېر تر ۱۱۵ زره واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له اونیم میلیونه اوښتی او ۴۳۳ زره او ۶۶ تنه تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۴ زره او ۳۴۵ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۴۳ زره او ۳۳۲، په بریټانیا کې ۴۱ زره ۷۸۳، په هسپانیا کې ۲۷ زره ۱۳۶، په فرانسه کې ۲۹ زره او ۴۰۱، په بلجیم کې ۹۶۵۰، په جرمني کې ۸۷۹۳، په ایران کې ۸۸۳۷ او په پاکستان کې ۲۷۲۹ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA