د دې مرستې د وېش پرمهال د ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند وویل، دوی له دې وړاندې هم زرګونه کورنیو سره د دې بکس له لارې د خوراکي توکو مرسته ترسره کړې ده.
هغه ډاډ ورکړ، تر هغې چې د کورونا وبا شته وي، کمېټه او صندوق به یې فعال وي او هڅه به وکړي چې مرستې ورته را جلب او ناچاره کورنیو سره یې ترسره کړي .
په ورته مهال د کورونا فنډ مدیریتي ډلې غړی ډاکټر ناصر کاموال وایي، په ترسره شوې مرسته کې ورسره یو شمیر خیریه بنسټونو هم د غوړیو او اوړو مرسته کړې ده.
بل لورته مرسته شوې کورنۍ هم خوښې دي چې په دې حساس وخت یې لاسنوی وشو.
په دې ولایت کې د کورونا فنډ بکس پر مرستو بیا ښاریان نیوکې لري چې اړمنو ته ور نه کړل شوې.
خو ولایتي چارواکي بیا په دې برخه کې د شفافیت ډآډ ورکوي.