د دغه ولایت امنیه قومندان مل پاسوال غلام داود تره خېل وايي، د امنیه قومندانۍ اړوند له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت له لوري په تېرو درېیو اونیو کې ۱۵ میله مختلفې وسله، چې پکې کلاشنګوفونه او تومانچې شاملې دي او ترڅنګ یې مخابرې او څو جوړې نظامي یویفورم هم د دوی لاسته ورغلي.
هغه وایي، څلور یې داسې کسان هم نیولي چې غوښتل یې په تحریبي کارونو لاس پورې کړي.
د نوموړي په خبره چې د نشه توکو سره مبارزه یې هم جدي ده چې په دې برخه کې هم ښې لاسته راوړنې لري.
نوموړي په ورته وخت کې وویل، له تېرو دوو ورځو راپدې خوا یې د خوست په موسی خېلو او یو شمېر نورو سیمو کې د ګډو ځواکونو له خوا عملیات پیل شوي چې وسله والو ته یې درانده زیانونه اړولي.
خوست امنیه قومندانۍ داسې مهال خپلې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکوي، چې وړمه شپه د یاد ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې د حزب اسلامي پرغړي عبدالولي اخلاص وسله والو برید ترسره کړ، چې په پایله کې یې د اخلاص په ګډون اته کسان ووژل شول او یو بل ټپي شو.