خو دا چې دغه خبرې اترې به پر کوم محور راوڅرخي او څنګه به مدیریت شي، هغه موضوعات بلل کېږي چې لا هم د ابهام په پرده کې دي او یوه لوري هم په دې رابطه څرګنده توضیح نهده وړاندې کړې.
تر هغه وروسته چې د روان ۲۰۲۰میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون امضا شو او د افغانستان سولې بهیر نوي پړاوو ته دننه شو، دا لومړی ځل دی چې د سولې لپاره هیلې او ارمانونه غوښن کېږي.
په تېره بیا د بینالافغاني مذاکراتو د پیل لپاره هیلهمندیو تر هغه وروسته زور واخیست چې جمهور رییس غني، دوحې، اسلاماباد او کابل ته د زلمي خلیلزاد تر دورهیي سفر وروسته د پاتې ۲زره طالب بندیانو د خوشې کولو ژمنه وکړه او طالبانو هم دا کار په نیک فال ونیو او څرګنده یې کړه چې په دې پسې به ډېر ژر د بینالافغاني خبرو اترو ور پرانستل شي. طالبان په دې منځ کې یو دوه ګامه نور هم مخته لاړل او ویې ویل، د سولې تړون چې په پیل کې د خڼدونو او ځنډ ښکار و، اوس په بریالیتوب سره د پلي کېدو په حال کې دی او د دې هیله شته ده چې د دغه بهیر دوام به مخامخ لیدنو ته شرایط لا نور هم برابر کړي.
خو له دې سره سره، داسې ښکاري چې دواړه لوري د تېر په څېر لاهم د دغه بهیر اساسي جزیات له ولس سره نهشریکوي او لا هم څوک نهپوهېږي چې احتمالي ناسته به څه وخت او چېرته ترسره شي او عمومي اجنډا به یې پر څه راڅرخي او بالاخره په افغانستان کې به د سولې ټینګښت په بدل کې څومره بیه پرې شي او څرنګه به له شتو ارزښتونو څخه ساتنه وشي.
دغسې پټپټونی او د معلوماتو پټول د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون د امضا پرمهال هم څرګند و او څوک نهپوهېدل چې ایا له دغه بهیر څخه ملاتړ وکړي او که په مخالفت یې راووځي او یا یې د رغونې لپاره خپل نظرونه شریک کاندي.
بلخوا د سولې د دغو ټولو هڅو او هیلهمندیو له زیاتېدو سره جوخت په دې منځ کې له دواړو لوریو څخه وخت ناوخت د ځینو داسې موضعنیونو او موقفنیونو شاهدان هم یو چې دا ټولې هیلې یو مخ په سیند لاهو کوي او شکونه راپاروي چې ګواکې د کاسې لاندې کومه نیمکاسه هم شته ده؛ داسې نیمکاسه چې ښايي سولې ته د رسېدلو لاره چاره لا نوره هم پسې اوږده او له اغزیو ډکه کړي.
د بېلګې په توګه د افغانستان امنیت شورا له یوې خوا د طالب بندیانو په خوشې کولو سره غواړي چې د دغه بهیر د تقویه کولو لپاره خپل ښه نیت په ډاګه کړي او بل لور ته بیا طالبان د ملکي وګړو په مرګ ژوبله تورنوي.
په ورته وخت کې طالبان له دې سره سره چې سولې ته د رسېدو په برخه کې د خپلې ژمنتیا په اړه خبرې کوي، بل لور ته یې بیا د جګړې سنګرونه تاوده ساتلي او د اوربند په رابطه د افغانستان حکومت او ولس غوښتنو ته هېڅ درناوی نهکوي. دا خو لا پر ځای پرېږده چې په جوماتو کې د وروستیو بمي چادونو او د دیني عالمانو د ترور له کبله هم دوی ته ګوته نیول کېږي او تر اوسه یې په دغو حملو کې د نهلاس لرلو په اړه داسې شواهد هم نهدي وړاندې کړي چې ولس ورباندې باور وکړي.
اوس خبره دا ده که چېرې د قضیې دواړه لوري، په رښتینې مانا د سولې نیت لري او د ولس په سترګو کې خاورې نهشیندي، تر هر څه دمخه دې له تخریبوونکو سنګرنیونو ډډه وکړي او جګړهییز ادبیات دې د سولې پر ادبیاتو بدل کاندي.
سربېره پر دې که چېرې واقعاً د بینالافغاني مذاکراتو او سولې د ټینګښت لپاره نیت او اراده موجوده وي او طالبان واقعاً په وروستیو کې حملو کې لاس نهلري، بیا د دواړو لوریو مسوولیت جوړېږي چې د جګړې د دوام عناصر په نښه او له منځه یوسي.
علاوه پر دې د دې لپاره چې د دواړو لوریو ترمنځ بېباوري ختمه شي، په درېیم ګام کې اړینه ده چې بینالافغاني مذاکرات ډېر ژر پیل شي او دواړه لوري په یوه سرتاسري او اوږدمهاله اوربند توافق وکړي؛ له هغه پرته به ولس د دواړو لوریو د اقداماتو په نسبت د تېر په څېر شکمن او بېباوره وي.