د سرچینې په خبره، د ښکېلو لورو ټول تمرکز د یادو مذاکراتو پر پیلېدو دی او ټاکل شوې چې تر دوو اونیو دا لړۍ پیل شي.
افغان حکومت هم څرګندوي چې په تېرو څو ورځو کې د ښکېلو لورو ټولې هڅې د سولې خبرو د ځای پر ټاکلو ورټولې وې.
په ورته وخت کې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، تر هغه چې د دوی ۵۰۰۰ زره بندیان ازاد نه شي، دا بهیر نه پیلېږي.
هغه څو ورځې وړاندې پر خپل ټویټرپاڼه دا خبره کړې ده.
په پام کې ده چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د هوکړې پر اساس افغان حکومت د هغوی ۵۰۰۰ زره بندیان، خو طالبانو به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازادوي.
افغان حکومت وایي، دوی تر اوسه د طالبانو درې زره بندیان خوشي کړي، نور هم ازاوي، خو په خبره یې چې طالبان هم باید بشپړ اوربند وکړي او بین الافغاني خبرې پیل کړي.


