ads

پکتیکا زندان کې کرونا وېروس دوه تنه وژلي او لسګونه نور پرې اخته دي

د پکتیکا ولایت مرکزي زندان بندیان تور پوري کوي چې چارواکي ورته پاملرنه نه کوي او له همدې وجې د زندان اتیا سلنه بندیان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

خیرالدین ذکي
24 غبرګولی 1399
پکتیکا زندان کې کرونا وېروس دوه تنه وژلي او لسګونه نور پرې اخته دي

دوی څرګندوي د ولایتي او روغتیايي مسولینو د نه پاملرنې او مناسبو تدابیرو د نه درلودو له امله په تېرو پنځو ورځو کې دوه زندانیان کورونا ناروغۍ وژلي دي.

روغتیايي مسولینو د زندانیانو د ستونزو په اړه له خبرو ډډه کړې، خو د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايې د کورونا وېروس د مخنیوي تر څنګ به د زندانیانو ټولو ستونزو ته ډیر ژر رسېدنه وشي.

د پکتیکا مرکزي زندان څخه د صدیق په نوم یو زنداني کلید ته وویل له تېرو څو ورځو راهیسې کرونا ناروغۍ د یاد زندان نږدې اتیا سلنه کسان نیولي دي.

هغه وایي ولایتي او روغتیايې چارواکو د وقایوي تدابیرو او یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره کوم څه نه دي کړي، ځکه هم د هغه په خبره دوه کسه تر دې دمه ترې مړه شوي او که وضعیت همدا ډول دوام پيدا کړي ښايي تلفات لا ډېر شي.

« کورونا راغلې ده څو ورځې وړاندې مو هم یو ملګری شهید شو او یو بل ملګری مو د وزیر په نوم  چې د ګیانې ولسوالۍ اوسېدونکی وو هغه هم نن شهادت ورسېد، درې څلور نفره نور هم پراته دي ، نه کوم داسې څه شته چې زموږ درملنه پرې وشي او نه هم چارواکي زموږ غږ اوري.»

د دولت خان او محمد افضل په نومونو دوه نور زندانیان وايي څو ځله يې چارواکو ته خبر ورکړی چې کرونا ویروس زندان ته داخل شوی، خو چا يې غږ نه دی اورېدلی .

نوموړي وویل روغتیايي چارواکي د زندانیانو ستونزې بابیزه ګڼې، همدا يې لامل دی چې دوه کسه مړه شوي او ګڼ نور يې د کورونا له سختو دردونو کړیږي.

« یو نفر دا درې ورځې مخکې د پکتیکا په محبس کې په شهادت ورسېد د کورونا له امله یو نفر دا نن ماخوستن شهید شو، له دې ملګري سره یو بل ملګری بستر وو چې کله به يې ډاکتر ته غږ ور وکړ نو ډاکتر به منفي ځواب ورکړ او ویل به يې له خوبه مې مه باسۍ.

بستر یو هېڅوک داسې نه وايې چې دا انسانان دي کنه، دا څووم ملګری دی چې موږ يې له لاسه ورکوو هېڅوک مو غږ نه اوري.»

د پکتیکا امنیه قوماندانۍ ویاند شامحمد ارین کلید ته وویل امنیه قومندان له زندان څخه له نږدې لیدنه کړې او د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه يې د اړینو اقداماتو پیل کړی.

« نن له غرمې وروسته د پکتیکا امنیه قومندان د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه او د زندانیانو حال يې واخېست چې په لیدنه کې د پکتیکا ولایت زندانیانو یو شمېر ستونزې له امنیه قومندان سره شریکي کړې، د امنیه قومندان له لورې پوره ډاډ ورکړل شو او د حل په موخه يې ژمنه وکړه چې ژر به د دوی ستونزو ته رسیده ګي کوي.»

د پکتیکا عامې روغتیا ریاست مسولینو په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

یاده دې وي چې په پکتیکا کې زندان کې سره له دې چې خپله ودانۍ هم نه لري او د اردو په یو پخواني کنډک کې چاري پر مخ وړي، څه کم درې سوه زندانیان اوس مهال د بند شپې او ورځې تېروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA