د پاکستان هېواد لومړي وزیر عمران خان تېره ورځ خپلو خلکو ته په خبرو کې خبرداری ورکړی و، چې په دغه هېواد کې د کرونا ناروغانو تلفاتو ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي او که خلک روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي نو په روغتونونو کې به د ناروغانو لپاره ځای خالي نه وي.
عمران خان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د کرونا په مخنیوي کې ورسره بشري مرستې وکړي.
د معلوماتو له مخې پاکستان کې د کورونا وېروس پېښې ۱۲۰ زرو ته رسېدونکې دي او هلته د کرونا ناروغۍ څخه د قربانیانو شمېر ۲۴۶۳ تنو ته ورسېد.
ایران کې هم د کرونا ناروغۍ ډېر زور کړی هلته په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر۱۸۳زره کسانو ته رسېږي او له دې ناروغۍ څخه بیا نېږدې نهه زره وګړي ترې مړه شوي دي.
هند کې بیا پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۹۸زره ته رسېږي او هلته له اته زره ډېر کسان له دې وېروس څخه مړه شوي دي.
په ټوله نړۍ کې اوس د دکوویډ – ۱۹ ثبت شویو ناروغانو شمېر اووه اعشاریه ۳میلیونو کسانو ته رسېدلی او ۴۱۶ زره کسان له همدې کبله مړه شوي دي.
نړۍ کې پر کرونا وېروس د اخته کسانو شمېېرله څلور میلیونو څخه اوښتی
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ