د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۶۵۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۴زره او ۱۰۲ تنو ته ورسېد.
ددعه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ تنه کورونا ویروس مړه کړي، ۳۲۳ تنه ترې روغ شوي، چې د مړو شمېر ۴۵۱ او د رغېدلو کسانو شمېر ۴۲۰۱ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

