ads

ملي امنیت شورا: طالبانو په تېرو دوو اونیو کې ۸۹ملکي وګړي وژلي دي

د ملي امنیت شورا خبر ورکوي چې طالبانو تر اختر وروسته په ۲۹ ولایتونو بریدونه کړې دي چې، له کبله یې ۸۹کسان وژل شوي دي.

شمس الرحمن شمس
24 غبرګولی 1399
ملي امنیت شورا: طالبانو په تېرو دوو اونیو کې ۸۹ملکي وګړي وژلي دي

ملي امنیت شورا وایي، طالبانو په دوو اونیو کې ۲۳۹ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ددې شورا ویاند جاوېد فیصل وايي طالبانو له اختر وروسته هم جګړې ته دوام ورکړی او په ۲۹ ولایتونو کې بېلابېل بریدونه ترسره کړي دي چې له کبله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

«وسله والو طالبانو د روژې په څېر تر اختر وروسته هم د افغان مسلمان قتل العام جاري وساته او دوی یوازې په دوو اوونیو کې د ټولو انساني، اسلامي او جګړیزو اصولو خلاف د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې ۸۹ملکي وګړي شهیدان او ۱۵۰نور یې ټپیان کړي دي»

د فیصل په خبره دغه ملکي وګړي د طالبانو په مستقیمو بریدونو او یا هم د سړک غاړې ماینونو د چاودنې له کبله وژل شوي دي.

ملي امنیت شورا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې پر طالبانو یې یو ځل بیا د جګړو او تاوتریخوالي د کمولو غږ کړی دی.

وسله والو طالبانو بیا په دې اړه تبصره نه ده کړې

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA