ads

د کابل شېرشاه سوري جامع جومات کې پرونۍ چاودنې کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي

ددې جومات خطیب مولوي مفلح پرون د جمعې د لمانځه پر مهال ځای پرځای شویو چاودیدونکو موادو د چاودنې له کبله له درې نورو ملګرو سره قرباني شو او اته تنه نور ددې چاودنې له کبله ټپیان شول.

شمس الرحمن شمس
24 غبرګولی 1399
د کابل شېرشاه سوري جامع جومات کې پرونۍ چاودنې کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي

په ټولنیزو پاڼو کې پرونۍ چاودنې ته بېلابېل کورني او نړیوال غبرګونونه راوپاریدل او دا چادونه یې په کلکو ټکو غندلې ده.

کابل کې د امریکا سفارت د یوه ټوېټ په خپرولو سره دا پېښه غندلې او قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي شریکه کړې ده.

په همدې حال کې جمهور رییس محمد اشرف غني ، مخکېنې رییس جمهور رییس حامد کرزي، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله او یو شمېرو نورو سیاسیونو  یاده پېښه په کلکو ټکو غندلې او قربانیانو سره یې ژوره خواشینې ښودلې ده.

د روانې میاشتې په اوږدو کې دا دوېیمه پېښه ده چې جومات کې پر لمونځ کوونکو کېږي تر دې وړاندې وزیر محمد اکبر خان جامع جومات کې پر مولوي ایاز نیازي چاودنه وشوه چې دی او یو شمېر نور لمونځ کوونکي یې ووژل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA