ads

خوست کې په یوه وسله وال برید کې د عبدالولي اخلاص په ګډون اته تنه وژل شوي دي

تېره شپه د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ اړوند د تریزیو کلینیک سره نږدې د حزب اسلامي پر یو با نفوذه غړي عبدالولي اخلاص پر دوو موټرو وسله برید شوی، چې د نوموړي په ګډون پکې ۸ کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

بختاجان بختیار
24 غبرګولی 1399
خوست کې په یوه وسله وال برید کې د عبدالولي اخلاص په ګډون اته تنه وژل شوي دي

د خوست د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول عادل حیدر کلید ته د پېښې دتایید ترڅنګ وویل چې یاد برید تېره شپه نهه نیمې بجې شوی.

په وژل شوو کې د عبدالولي اخلاص دوه تنه ساتونکي او پنځه تنه نور د نوموړي ملګري شامل دي، چې درې یې د پکتیا ولایت اوسېدونکي دي.

عبدالولي اخلاص په دې ولایت کې د حزب اسلامي مهم غړی او په تېرو پارلماني ټاکنو کې د حزب په نماینده ګي له دې ولایت څخه نوماند هم ؤ.

حیدر وایي تراوسه معلومه نه ده، چې یاد برید چا او دکومې موخې لپاره ترسره کړی، خو په خبره یې چې په سیمه کې د پولیسو پلټنې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA