ads

ارزګان کې يوه ښوونکې ۱۷کاله کېږي، چې د نورو اولادونو ته روزنه ورکوي

ارزګان کې يوه ښوونکې د خپلو اولادونو ترڅنګ د نورو کورنيو ماشومانو ته هم زده کړې ورکوي تر څو په راتلونکي کې د هېواد ثبات لپاره کار وکړي.

احسان الله ولسمل
24 غبرګولی 1399
ارزګان کې يوه ښوونکې ۱۷کاله کېږي، چې د نورو اولادونو ته روزنه ورکوي

د جوزا ۲۴ دمور نړيواله ورځ ده.

مهطاب محمدي هغه مور ده چې د مور د مسوليتونو ترڅنګ په مرکز ترينکوټ کې په يوي ښځينه ليسه کې ښوونکې ده او د خپلو ماشومانو ترڅنګ د ارزګان مېشتو نورو کورنيو ماشومانو ته هم روزنه ورکوي ترڅو د افغانستان راتلونکي لپاره د خدمت جوګه شي.

محمدي وايي په دي وياړي چې د کورنيو مسوليتونو ترڅنګ يوه ښوونکې ده او د خپل ماشومانو د روزني ترڅنګ د هېواد نور ماشومان ته هم روزنه ورکوي.
دغه مېرمن وايي ۱۷ کاله مخکې يې پر داسي مهال د يوې ښوونکې په توګه دنده پیل کړه  چې په هېڅ دولتي اداره کې مېرمنو حضور نه درلود.

هغه وايي تر ۱۷ کاله وروسته يې زرګونه ښځينه زده کوونکي وروزلې، چې دامهال په بېلابېلو برخو کې په کار بوختي دي.«د افغانستان ټولو میندو ته د مور ورځ مبارکي وایم، اوولس کاله کېږي چې زه د معلمې په صفت دنده مخ ته وړم لومړنۍ مېرمن زه یم چې دلته مې په دولتي اداره کې کار وکړ، زما شاګردان دي چې له همدې ښوونځي کې یې دنده اخیستې ده، د شاګردانو مو ځینې په دولتي او روغتونونو کې دندې مخ ته وړي، نورې دندې مخ ته وړي دي»
محمدي وايي له لومړنيو وختونو څخه يې هدف داوه چې ديوه سوکاله او پرمخ تللي افغانستان لپاره د خلکو ماشومان وروزي.

 دغه مېرمن وايي د افغانستان د يوه ښه راتلونکي لپاره يې هيلې زياتي دي او له کورنيو غوښتنه کوي چې خپلو ښځينه ماشومانو ته د تعليم زمينه برابره کړي.

دغه مېرمن زياته وي د هېواد د ښه راتلونکي هيله لري او وايي که کورنۍ خپلې لورګاني په عصري زده کړو سمبال نه کړي نو ګڼې ستونزې به رامنځته شي.

دغه ميرمن له وسله والو طالبانو څخه غواړي چې په هيواد کې د انجونو د زده کړو لپاره له دوی سره همکاري وکړي.«زما هیله ده چې خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړم، پخوا مې شپږ زره افغانۍ اخیستي او اوس مې شکر ژوند جوړ دی زه کوم امتیاز ته اړتیا نه لرم خو له طالبانو مې غوښتنه داده چې انجوني عصري زده کړو ته پرېږدي ځکه همدا زده کړې دي چې انجونو نه ډاکټرانې او نرسانې جوړوي، له ټولو خویندو مې هیله داده چې خپلو دندو پرمهال اسلامي حیجاب ته ته ځانګړې پاملرنه وکړي»

دا په داسي حال کې ده چې په دي ورستيو کې د ارزګان د پوهني رياست چارواکو خبر ورکړی و، چې د پخوا په پرتله ښوونځيو ته د ښځينه زده کوونکو په شمېر کې زياتوالی راغلي دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA