د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، د کابل ښار درېمې حوزې اړوند د شېرشاه سوري جومات کې د لمانځه پر مهال ځای پرځای شویو چاودیدونکو تو چاودنه کړې چې له کبله ددې جومات ملا امام مولوي عزیزالله مفلح په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
د پېښې عیني شاهدان وایي چې چاودنې له لسو ډېرو کسان ټپیان کړې دي.
د چاودنې په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي، دا په روانه میاشت کې دویمه چاودنه ده چې د ملاامام په ګډون په کې خلک وژل کېږي له دې وړاندې د وزیر محمد اکبرخان جومات کې چاودنې د ملاایاز نیازي ژوند اخیستی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

