ads

د هلمند اوسېدونکي: زموږ غنم دې پاکستان ته نه قاچاق کېږي

ددغه ولایت اوسېدونکي وایې دا چې اوس مهال دغنمو د حاصلاتو د راټولولو وخت دی ؛ خو زیات غنم په قاچاقي ډول پاکستان هېواد ته وړل کېږي نو ځکه د غنمو قیموتونه جګ شوي دي.  دوی اندیښنه لري وایې، که چیرې دغنمو دقاچاق مخه ونه نیول شي د کال په ورستۍ برخه کې به دغنمو […]

حضرت محمد روحاني
23 غبرګولی 1399
د هلمند اوسېدونکي: زموږ غنم دې پاکستان ته نه قاچاق کېږي

ددغه ولایت اوسېدونکي وایې دا چې اوس مهال دغنمو د حاصلاتو د راټولولو وخت دی ؛ خو زیات غنم په قاچاقي ډول پاکستان هېواد ته وړل کېږي نو ځکه د غنمو قیموتونه جګ شوي دي.

 دوی اندیښنه لري وایې، که چیرې دغنمو دقاچاق مخه ونه نیول شي د کال په ورستۍ برخه کې به دغنمو د قیموتونو د جګوالي له امله خلک د لوږې د یو لوی ناورین سره مخ شې .

بلخوا بیا ددې ولایت مسول چارواکي وایې چې دغنمو د قاچاق مخه نیول شوي ده بلکې زیات غنم پاکستان هېواد ته نه دهېواد یو شمېر نور ګاونډیوولایتونو ته وړل کیږي .

سږکال په هلمند کې که څه هم د غنمو حاصل ته د رسېدو له مخه یو شمېردغنمو فصلونو مرضونه وکړه خو ترڅنګ دهغه مرضونو له امله د نورو کلونو په پرتله د کروند ګرو په وینا دغنمو په حاصلاتو کې یو څه کمی ترسترګو کیږي او داچې اوس یې دحاصلاتو د ترلاسه کولو وخت دی زیاترغنم د هلمند څخه پاکستان هېواد ته قاچاق کیږي چې دهرې ورځې په تېرېدو سره دلته په منډیي کې دغنمو قمیتونه ډېرلوړ شوي دې

ددې ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایې په دې ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي دکرونا ویروس دناروغۍ له امله سخت ځپل شوي دي او ترڅنګ یې زیات غنم پاکستان هېواد ته قاچاق کېږي اوپخوا کلنو کې به د غنمو د راشو پرمهال دیومن( ۴،۵کېلو) غنمو قمیت ۷۰افغانۍ وو، خو اوس په منډیي کې د یومن غنمو قیمت ۱۵۰ افغانیو ته رسېدلی دی.

دغه اوسېدونکي اندیښنه لرې وایې  که چېرې د غنمو د قاچاق مخه ونه نیول شي د کال په اخر میاشتو کې به خلک ددې وس ونه لرې چې غنم راونیسي او د لوی ناروین سره به مخ شې .«هم دا اوس پر ولس باندې دغه کړنې بده اغېزه کړې ده ځکه مخکې وختونو کې به دغه مهال چې غنم د رېبلو وخت و غنم به ۶۰ـ۷۰ـافغانۍ باندې و، اوس یونیم سل دونیم سوه افغانیو ته قیمتونه رسېدلي دي نو داغټه ستونزه ده دلته داسې غریبي کورنۍ شته چې هغوي دماښام د ډوډۍ توان نه لري، کله څنګه چې داسې حال وي چې غنم وړل کیږې ګاونډیو هېوادنو ته د کال په ورسیتو میاشتوکې به موږ د لوږې دسخت ناورین سره مخ شوو داچې اوس کوم غنم زموږ دهیواد څخه قاچاق کیږي دابیرته پرموږ باندې اوړه په دوه چنده قیمت باندې خرڅه وي نوښه خبره داده چې دولت یې  مخه یي ونیول شي ترڅو موږ دغنمو دکمښت سره مخ نه شوو»

دهلمند څخه غنم اکثره دقاچاقي لارو څخه په قاچاقي شکل پاکستان هېواد ته ځي اوس مهال چې دغنم د حاصلاتو وخت دی په پازارکې دغنمو بیه ۱۵۰افغانۍ ده حال داچې په تېرکال کې په دې موسم کې د  غنمو بیه ۷۰ـ۸۰ـافغانۍ وه که چیرې حکومت ددې مخه ونه نیسي چې په قاچاقي ډول پاکستان هیوادته ځي نو دکال په ورستیو میاشتوکې به خلک دیو ډېر اقتصادي بحران سره مخ شي ))

په ورته وخت کې  بیا دهلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان دغنمو دقاچاق خبره ردوي او وایي که څه هم سږکال په هلمند کې زیات غنم کرل شوي دي خو په دې څومیاشتو کې د کرونا ویروس د پراختیا له امله ښارقرنطین و، نوځکه دنورو هیوادونو څخه دې ولایت ته داوړو دراتګ مخه نیول شوي وه او په منډیي کې د اوړو هغه زخیرې ختمې شوي وې  نو ددې وجهې څخه دغنمو قمیوتونه ورسره جګ شوي دي .

نوموړی زیاته وي کوم غنم چې ددې ولایت څخه دهېواد نوروولایتونو ته وړل کیږي، او نورو هېوادونو ته یي د قاچاق مخه نیولې ده  .«دغنمو ستونزه مخکې داسې وه چې ښار قرنطین شو د بهرنیو هیوادونونه داوړو راتګ هم بند شونو په همدې خاطر موږ هم دهلمندي ولسونو لپاره مسولیت درلوده دغنمو د قاچاق مخه مو نیولې ده، مګر اوس هغه بله ورځ یو شمېر زمینداران هم ماته راغلل شکر موږ سږکال پریمانه غنم لرو نو په همدې خاطر مي زمنیدارانو ته اجازه ورکړه چې دوی کولای شي دهیواد نورولایتونوکې غنم وپیرې چې ددې سره به د کروندګرو اقتصاد هم ورسره پیاوړی شي مګر نور د غنمو قاچاق بند دی»

بلخوا بیا د هلمند د کرنې ریاست مسولین وایې چې ځکه په هلمند کې دغنمو قیمتونه جګ شوي دې چې دلته په مرکز لښکرګاه ښار کې ۲د اوړو لوی میلان شتون لري او په هره ورځ کې ددغه ميلانو مالکان هڅه کوې چې ۶۰۰۰پارسه غنم وپیري او خپل په میلانو کې اوړه زیرمه کړي، خو ددې میلانو په شتون سره دغنمو په قیمتونو کې لوړوالی راغلی دی .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA