ads

جمهور رییس غني: پاتې دوه زره بندیان به ژر خوشې شي

افغان حکومت خبر ورکوي چې د درې زره طالب بندیانو د خلاصېدو لړۍ یې بشپړه کړې ده او  پاتې دوه زره نور طالب بندیان به هم ژر خوشي کړي.

شمس الرحمن شمس
23 غبرګولی 1399
جمهور رییس غني: پاتې دوه زره بندیان به ژر خوشې شي

جمهور رییس محمد اشرف غني د اتلانتیک څېړنیز بنسټ ته د خبرو پر مهال وویل، چې تر دامهال یې ۳زره طالب بندیان خوشې کړي او پاتې دوه زره بندیان به هم نېږدې ورځو کې خوشې کړي، چې له مخې به د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې هم پیل شي.

جمهور رییس همدارنګه زیاته کړه، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره افغان مذاکراتي ټیم چمتو دی تر څو له دوی سره خبرې پیل کړي.

بلور ته طالبان وایي هغه وخت بین الافغاني خبرو ته کېنې چې کله د دوحې تړون له مخې د دوی پنځه زره طالب بندیان ازاد شي او بیا به بین الافغاني خبرو ته دوام ورکوي.

افغان حکومت د درې زره بندیانو د خلاصون خبر ورکړی او طالبانو بیا له پنځه سوه د ډېرو  حکومتي بندیانو ویلي دي، چې د دوحې تړون له مخې به پنځه زره طالب بندیان حکومت او  ۱۰۰۰تنه حکومتي بندیان به طالبان خوشې کوي.

 

افغان حکومت د دوه زره طالب بندیانو د خوشي کولو پلان لري

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA