ads

ترکیې هېواد یو ځل بیا له افغانستان سره د طبي وسایلو مرسته وکړه

د ترکیې حکومت خبر ورکوي، چې کرونا سره د مبارزې لپاره یې افغانستان ته د طبي مرستو بله بسته هم لېږلې ده.

شمس الرحمن شمس
23 غبرګولی 1399
ترکیې هېواد یو ځل بیا له افغانستان سره د طبي وسایلو مرسته وکړه

ددغه هېواد رسنیو د خبر له مخې، په دې مرسته کې ۱۰ وینټیلاټورونه، ۱۰ اکسیجن مصنوعي ماشینونه، ۱۰ دفیبریلاتورونه، ۱۰ نیبولایزرونه، ۳ پي سي آر ماشینونه، د کرونا د تشخیص ۳۰ زره کېټونه، ۲۵ زره این ۹۵ صحي ماسکونه، ۵۰ زره جراحي ماسکونه او نور لوازم هم پکې دي.

ترکیې هېواد له دې وړاندې هم یوه بسته مرسته رالېږلې وه ، چې اوس مهال د هېواد په بېلابېلو روغتونونو کې د کویډ۱۹ ناروغانو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۲۲ زره اوښتی او تر ۴۰۰ سوه ډېر کسان ترې مړه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA