ads

په پکتیکا کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت ښوونځی جوړ شو

د پکتیکا مرستیال والي انجنیر شېر پادشاه ارګوني د یادي ودانۍ د ګټې اخېستنې پر مهال وویل، موږ او تاسو ګډ مسولیت لرو چې په خپلو ماشومانو زده کړې وکړو او هغوی ته سالمه روزنه ورکړو.

خیرالدین ذکي
22 غبرګولی 1399
په پکتیکا کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت ښوونځی جوړ شو

ارګونی څرګندوي، د پوهنې برخې پیاوړتیا به مو هېواد له ډېرو بدبختیو او ناخوالو وژغوري او په ټولو اړخونو کې به پر ځان بسیا شو.
«په ټولنه کې دا بد عنعنات دي، بد مسایل دي. تل ټول ګوته خپلو خویندو ته نیسو، دغه ستاسو خور ده، دغه زما او ستا کور ده، دا زما او ستا مور ده. دې ته باید په درنه وګورو، دوی ته باید روزنه ورکړو، دوی باید پوهه کړو، چې دوی باید خپل راتلونکی ژوند تنظیم کړي. په ټولنه کې رول ولوبوي او د ټولنې د انکشاف لپاره کار وکړي.»
ځايې خلکو هم د ښوونځي لپاره د نوي ودانۍ په جوړېدو خوښي وښوده او ويي ویل، له دې سره به د نجونو د زده کړو بهیر نور هم ګړندی شي.
د هیبت کلي اوسېدونکي عبدالخالق وویل، پخوا دلته د مناسب ځای د نشتوالي له امله ډېري ستونزې موجودې وې، خو خلکو له دې سره سره هم خپلې لوڼې ښوونځي ته لیږلې .
«مخکي دغه زموږ مدرسه خړې کوټې یا خېمې وې، د هلکانو او نجونو لپاره ډير تکلیف وو. نن ډېر دغه قومونه او د شاوخوا کلیو خلک ډير خوشاله دي، چې یوه ښایسته ودانۍ لرو د اولادونو لپاره.
له معارف او نورو ادارو څخه ډير خوشاله یو چې دا ودانۍ يې موږ ته جوړه کړې ده.»
د بې بې خدیجې ښوونځي درې تنه زده کوونکو له کلید سره د خبرو پر مهال وویل، پخوا يې چې ودانۍ نه لرله، په خېمو کې به يې تر شنه اسمان لاندې د ډېرو ستونزو په ګاللو سره زده کړې کولې.
هغوی څرګندوي، د نوي ودانۍ جوړېدل به دوی ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي او د زده کړې بهیر به لا نور هم پیاوړی کړي.
«موږ ډېر خوشاله یو، چې موږ ته دا ودانۍ جوړه شوه. وړاندې چې ودانۍ نه وه جوړه، موږ به په خېمو کې زده کړې کولې، له ټولو ښوونکو او همکارانو څخه مننه کوو.»
یاده دي چې تېره اونۍ هم د مرکز ښرنې اړوند شد مامورینو په ښارګوټې کې د نجونو ښوونځي لپاره د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت دا ډول ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA