ads

محمد نبي عیسی خېل د ال رونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی شو

د کرکټ نړیواله شورا وایي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل د دې شورا په نوې درجه بندۍ کې د ال رونډرانو لومړی مقام تر لاسه کړی دی.

محمدخان بریال
22 غبرګولی 1399
محمد نبي عیسی خېل د ال رونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی شو

دا شورا څرګندوي چې محمد نبي عیسي خېل په یو ورځنیو او ۲۰ اوریزو لوبو کې د نړۍ لومړی داسې لوبغاړی شو، چې د کرکټ په درېیو برخو، توپووهنه، توپ اچوونه او توپ نیوونه کې ښه ځلېدلی دی.
نبي عیسی خېل د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی دی، چې د افغان لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA